هلمند کې روانه اوونۍ ۳۸ ملکیان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې وژل شوی کس

په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګ‌ژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده.

ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نه‌کوي.

په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. حکومت او طالبانو پر یو بل د دې پېښې مسؤلیت واچاوه.

دغه‌راز تېره اوونۍ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې ۸ ملکي وګړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

حکومت هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې وسله‌والو طالبانو دا ماین ځای پر ځای کړی وو.

په هلمند کې د بشري حقونو د ځايي څانګې مسؤلینو د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د جګړې پر مهال باید د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.