په هلمند کې د کب او هېلیو د روزنې فارمونه مخ پر ودې دي

ارشیف

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو د روزنې فارمونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېرېږي.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند د کرنې ریاست له‌خوا تېر کال د دې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه ورغول شول چې دمګړۍ په‌کې نږدې اووه زره کبان روزل کېږي.

نوموړي وویل چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یو شمېر کسانو ته‌یې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس دغه‌شان وویل چې په دې ولایت کې د کب روزنې د فارمونو د تنظیم او انسجام په پار یې د کب روزنې یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.

د نوموړي په خبره چې د هلمند په څېړنیز فارم کې د کب روزنې د فارم سره جوخت د کورنیو هېلیو یو نوی فارم چې د کب روزنې لپاره‌یې شتون اغېزناک دی هم جوړ کړی دی.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس د کرنې ریاست وايي، پام کې لري چې د دې ولایت د کب روزنې برخه پیاوړې کړي، ترڅو یاد ولایت د کبانو په برخه کې صادراتي حالت ځان ته غوره کړي.

د چارواکو په خبره د دغو فارمونو د جوړولو موخه دا ده چې هلمندیان د کب روزنې فارمونو جوړولو ته وهڅېږي او له یادو فارمونو څخه د زده‌کړې ترڅنګ د کبانو اصلاح شوي نسلونه هم ترلاسه کړي.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ د رئیس په وینا د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي، نو په نږدې راتلونکي کې به هلمند د کبانو په يو لوى توليدوونکي ولايت بدل شي.

په افغانستان کې د کب روزنې ډېر شمېر فارمونه په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي.