عمران خان کراچۍ کې د ونډو پر بازار د حملې تور پر هندوستان پورې کړ

کراچۍ کې د ونډو پر بازار د حملې سیمه

د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ ښار کې د ونډو پر بازار د حملې تور پر هندوستان پورې کړی دی.

عمران خان دا خبرې پرون د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وکړې.

ده زیاته کړه: "موږ هېڅ شک نه‌لرو چې د دې حملې تر شا هندوستان دی. د تېرو دوو اوونیو پر مهال زما کابینه خبره وه چې دا ډول یوه حمله به کېږي. وزیرانو هم ماته ویلي وو. زموږ ټولې ادارې تیارسئ وې. موږ د خپلو استخباراتي ادارو په مرسته په بریالیتوب سره لږ تر لږه څلور حملې پر شا تمبولې دي. دوه حملې په اسلام‌اباد کې وې."

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ورته تورونه پورې کړي وو. هندوستان په ځواب کې د پاکستان دا تورونه رد کړي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا تور د خندا وړ بللی دی.

د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۹مه، د جون په ۲۹مه نېټه) وسله‌والو د کراچۍ د ونډو پر بازار حمله وکړه چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټول څلور حمله کوونکي ووژل شول.

د ونډو دا بازار د کراچۍ په داسې اقتصادي ساحه کې پروت دی چې د پاکستان دولتي بانک، دغه‌راز نور ملي او نړیوال مالي دفترونه هم ورنږدې دي.