ملي امنیت ریاست: کابل کې د حقاني شبکې د یو لوی برید مخه ونیول شوه

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د حقاني شبکې د یو لوی برید مخه نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي د کابل په ۱۲مه ناحیه کې یې هغه هینو موټر چې له چاودېدونکو موادو بار و، نیولی دی.

په بیان کې وړاندې ویل شوي چې د حقاني شبکې دوو تنو د دې شبکې د مشرتابه په امر غوښتل په کابل کې د چاودېدونکو موادو بار دې موټر په وسیله لویه چاودنه وکړي چې مخه‌یې نیول شوې ده.

په کابل کې د دې چاودنې د مخنیوي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د کوچني اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی.

نړیوالې ټولنې، افغان چارواکو او د بشري حقونو ملاتړو سازمانو له طالبانو غوښتي چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې دې تاوتریخوالی راکم کړي.