افغان حکومت او وسله‌وال طالبان هلمند کې د چاودنو پړه پر یو بل اچوي

ارشیف، په هلمند کې ټپي شوي کس سره مرسته

افغان حکومت او وسله‌وال طالبان لا هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د پرونۍ چاودنو چې ملکیانو ته په‌کي مرګ‌ژوبله واوښته، پړه پر یو بل اچوي.

په هغه توغندویي برید کې چې د دوشنبې په سهار د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه ګڼه ګوڼه بازار وشو د ماشومانو په ګډون ۲۳ ملکي وګړي په‌کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شول.

په هلمند او نيمروز کي د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزي تېر ماښام رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې په دې اړه وویل: "تاسو ته بهتره معلومه ده چې دوی تل چاودېدونکي مواد راوړي او بهرني همکاران لري چې د دې ډول راکټونو په جوړولو کې مرسته ورسره کوي. موږ یې بېلګې مخکې هم رسنیو ته ښودلې دي، چون دا د بازار سیمه ده او د ملي پوځ سرتېري هېڅکله پر داسې سیمو برید نه‌کوي، نو زه د افغان ځواکونو له‌خوا د دې ډول برید کاملاً ردوم."

تر دې وړاندې قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ویلي چې دا توغندي د ۲۱۵ میوند قول اردو له‌خوا توغول شوي دي.

ځایي چارواکي وایي دوه طالبان هم په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ماښام په هلمند کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې ده.

ولسمشر غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرې پیل کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده پېښه غندلې او وایي د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه باید بشپړه څېړنه وشي.

یوناما په دې اعلامیه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د افغانستان په ملکي سیمو کې باید جګړې ودروي او عام وګړي خوندي کړي.