ایران د ډونالد ټرمپ او نورو ۳۵ کسانو د نیولو حکم کړی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او یو شمېر نور امریکايي چارواکي

ایران د دې هېواد د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په تور د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د نورو ۳۵ کسانو د نیولو حکم ورکړی دی.

د تهران څارنوال علي القاسي مهر د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا نور پوځي او سیاسي چارواکي د هغه څه په اړه چې ده قتل او ترورېستي اقدامات وبلل، تورن شوي دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې له انټرپول څخه غوښتنه شوې چې د سلیماني په وژنه کې د ښکېلو کسانو د نیولو حکم په سره خط ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو دا اعلان د ایران یوه تبلیغاتي وسیله بللې ده.

د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي براین هوک ویلي چې هېڅوک د ایران دا ډول تبلیغات جدي نه‌ګڼي.

د ایران د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان قاسم سلیماني په جنورۍ میاشت کې د امریکایي بې‌پیلوټې الوتکې په برید کې د عراق پلازمېنې بغداد هوایي ډګر ته نږدې ووژل شو.

تر هغه وروسته د واشنګټن او ایران ترمنځ لفظي شخړې ډېرې شوې دي.