د بلوڅانو یوې بېلتونپالې ډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ونډو پر یوه مارکېټ د نن ورځې د وسلهوالې حملې مسؤلیت واخیست.
پولیس وايي په دې پېښه کې څلور واړه افراطي وسلهوال وژل شوي دي.
د پولیسو په حواله په راپورونو کې ویل شوي چې په حمله کې دوه ګارډان او یو پولیس هم وژل شوي دي.
راپورونه وايي په وسلو سمبالو حمله کوونکو نن سهار اول لاسي بم کارولی، بیا یې د دغې ودانۍ پر دخولي دروازه حمله او بېتفکیکه پر خلکو ډزې کړې دي.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمون وویل، څلور واړه حمله کوونکي وژل شوي دي.
د پاکستان د ونډو بازار د رهبرۍ هیئت غړي احمد چینوی وویل: "نن سهار شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې، څلورو ترورېستانو هڅه وکړه چې ودانۍ ته داخل شي. تاسو ته مخامخ له دې ورودي دروازې یې د درولو هڅه وشوه. ظاهراً درې واړه په یوه ټویوټا موټر کې وو. دوی د ماشینګڼو او نورو وسلو په څېر عصري وسلې درلودې."
د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکي پوځ په نوم یوې بېلتونپالې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلی دی.
د ونډو دغه مارکېټ د کراچۍ په داسې اقتصادي ساحه کې پروت دی چې د پاکستان دولتي بانک، دغهراز نور ملي او نړیوال مالي دفترونه هم ورنږدې دي.