ایران کې د چاپېریال ساتنې ۳ فعالان د اور لګېدو پېښه کې مړه شوي

د چاپېریال ساتنې درې فعالانو پر مړه کېدو د پاوه ښار اوسېدونکو غمرازي

په ایران کې د چاپېریال ساتنې درې فعالان هغه وخت مړه شول چې هڅه‌یې کوله د دغه هېواد د لوېدیځ په یوه سرحدي ساحه کې پر یوه غرنۍ سیمه لګېدلی اور مړ کړي.

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې کسان پرون یکشنبه په کرمانشاه کې مړه شوي دي.

د پاوه ښار اوسېدونکو چې دغه پېښه په‌کې شوې، یکشنبه ناوخته د مړو له انتقال سره سم، هغوی ته د درناوي مراتب پر ځای کړل.

تر دې مخکې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر جمشېد محبت خاني، مهر خبري اژانس ته ویلي وو چې معلومه نه‌ده دغه درې کسان د اور د مړه کولو پر وخت مړه شوي که د عراق او ایران د جګړې د مهال د کوم خښ کړل شوي ماین په چاودنه کې.