د پاکستان کراچۍ کې د افراطي وسله‌والو حمله پای ته ورسېده

د پېښې سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د صرافۍ پر یوه مارکېټ د افراطي وسله‌والو حمله پای ته ورسېدله.

پولیس وايي په دې پېښه کې څلور واړه افراطي وسله‌وال وژل شوي دي.

راپورونه وايي په وسلو سمبالو حمله کوونکو نن سهار اول لاسي بم کارولی، بیا یې د دغې ودانۍ پر دخولي دروازه حمله او بې‌تفکیکه پر خلکو ډزې کړې دي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمون وویل، څلور واړه حمله کوونکي وژل شوي دي.

د پولیسو په حواله په راپورونو کې ویل شوي چې په حمله کې دوه ګارډان او یو پولیس هم وژل شوي دي.

لا معلومه نه‌ده چې په دې حمله کې کومه ډله لاس لري.

راپورونه وايي اوس وضعیت کنټرول شوی او د صرافۍ ټول کارکوونکي خوندي دي.

د صرافۍ دغه مارکېټ د کراچۍ په داسې اقتصادي ساحه کې پروت دی چې د پاکستان دولتي بانک، دغه‌راز نور ملي او نړیوال مالي دفترونه هم ورنږدې دي.