چارواکي: بامیانو کې ۱۰۰۰ اړمنو مېرمنو سره مرسته وشوه

ارشیف

په باميانو کې په زرو اړو مېرمنو دوه دوه شيدې ورکوونکې مېږې او د مالدارۍ وسايل وويشل شول.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د کورنيو د خوراکي او معيشت د خونديتوب د پروګرام له لارې په باميانو کې په زرو اړو ښځو شيدې ورکوونکې مېږې او د مالدارۍ وسايل وويشل.

په هر يوې مېرمنې دوه شيدې ورکوونکې مېږې او کنجدو ٣٠ کيلوګرامه کنجاړه او د غنمو شل کيلوګرامه سبوس ويشل شوي دي.

په دغو مېږو څو ډوله واکسين او درمل د ساري ناروغيو د مخنيوي په خاطر تطبيق شوي دي.

دغه مرستې د خوراکي خونديتوب او د کورنيو د ژوندانه د ښه والي او اقتصادي پراختیا په خاطر ترسره شوې دي.