د دایکندي په مرکز کې د بادامو د پروسس یوه فابریکه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید عبدالواحد فیروزی ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکه د ۶،۱ میلیونو افغانیو په لګښت، د اکسفام موسسې په مرسته د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند سرخ بېدک کلي کې جوړه کړې ده.
د دایکندي والي ضیا همدرد وایي، هغو دولتونو چې پرمختګ کړی کرنه یې بنسټ دى او د دایکنډي لومړۍ درجه محصول بادام دي چې دغه بادامو په ملي نندارتون کې لومړى مقام ګټلی دی.
د کرنې رییس وویل، هغه اومه بادام چې مخکې صادرېدل، په یوه ناڅېزه بیه پلورل کېدل، په داسې حال کې، که چېرې بادام پروسس شي، په دوه چنده بیه پلورل کېږي دوه برابره پلورل کېږي.
اوس مهال د دایکندي د یو من بادامو بیه له ۲۰۰۰ نه تر ۳۵۰۰ افغانیو پورې ده.
دغه فابریکه د اړتیا وړ ټولو تجهیزاتو په استفادې سره، په یوه پوړ کې په اساسي ډول جوړه شوې چې د لسو ښځو لپاره یې د کار زمینه هم برابره شوې ده.