د امریکا کانګرس له سپینې ماڼۍ تازه کوم معلومات غوښتي؟

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یو انځور

د هغه راپورله خپریدو وروسته چې وایي د روسیې پوځي استخباراتو په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو پرسر طالبانو ته انعام ټاکلی و، د امریکا د کانګرس غړي په دې اړه له سپینې ماڼۍ د نورو معلوماتو غوښتنه کوي.

ولسمشرډونالډ ټرمپ دا خبره ردکړه چې ګنې ده ته په دې اړه خبرورکړل شوی وخو نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د لومړي ځل لپاره یې دا مسئله راپورته کړې، په خپل راپورکې ویلي چې ټرمپ ته په مارچ میاشت کې په دې اړه ویل شوي و.

د امریکا د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې لیز چیني پرون یکشنبې وویل، که د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور درست وي، د دې جرګې غړي غواړي پوه شي چې څوک له دې مسئلې خبرو او کله پرې خبرشوي و.

چیني په ټویټ کې وویل، سپینه ماڼۍ باید واضح کړي چې ولې ولسمشراو مرستیال یې له دې نه وو خبرکړای شوي.

هغې همدا شان غوښتنه وکړه چې غواړي پوه شي چې د امریکایي سرتېرو د خوندیتوب لپاره او هم په دې برخه کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مسئول وپېژندل شي، څه اقدامات شوي دي.

نیویارک ټایمز درې ورځې وړاندې د یو شمېر پټو امریکایي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د امریکا د استخباراتو چارواکي څو میاشتې مخکې دې نتیجې ته رسېدلي و چې د روسیې پوځي استخباراتو په دې اړه طالبانو ته انعام ټاکلی و.

دغې ورځپاڼې پرون په دې اړه نور معلومات هم خپاره کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ځواکونو خپلو امرانو ته په دې اړه په جنوري میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د روسیې د مشکوکې طرحې له مخې دغو وسله والو ته پیسې ورکول کېږي.