پاکستاني پولیس وايي، په کراچۍ کې د اسهامو پر بازار د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی او په دې برید کې ښکېل ۴ واړه وسله وال وژل شوي دي.
پاکستاني پولیس وايي، څلورو وسله والو نن سهار د کراچۍ د اسهامو د بازار پر ودانۍ برید وکړ چې د څلور واړو بریدګرو په وژل کېدو دا برید پای ته رسېدلی دی.
د کراچۍ د پولیسو چارواکو په دې پېښه کې پر بریدګرو سربېره یوازې د دوه نورو کسانو د وژل کېدو خبره کړې او ویلي یې دي چې د ونډو د بازار کارکونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
خو په ټولنیزو رسنیو کې د برید له ځایه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یو شمېر کسان امبولانسونو ته لېږدول کېږي.
د اسهامو د تبادلې دا ودانۍ د کراچۍ ښار په یوه داسې سیمه کې ده چې په کلکو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي، او د ګڼو خصوصي بانکونه مرکزي دفترونه په کې دي.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میومن د رویټرز خبري اژانس ته ویلي بریدګر پر ودانۍ د لاسي بمونو او ټوپکو سره ورغلي دي.
د هغه په وینا څلور واړه بریدګر په یوې سیلور رنګې کرولا موټر کې دې ځای ته رسېدلي.
د کراچۍ د پولیسو مشر زیاته کړې، په دې برید کې وسلوالو کسانو لومړی د اسهامو د تبادلې د ودانۍ مخکې پر امنیتي پوستې یو لاسي بم غورځولی او وروسته یې ډزې پیل کړي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا څلور واړه برید ګر د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
اخوا د پاکستان د اسهامو د تبادلې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي چې وضعیت لا هم بدلېږي او امنیتي ځواکونه د امنیت د تنظیم او وضیعت په کنټرولو کې مرسته کوي.
دمګړۍ چا په کراچۍ ښار کې د دې وسله وال برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
تر دې مخکې په پاکستان د بیلا بیلو سخت دریځو اسلامپالو ډلو د ورته بریدونو شاهد و، خو په وروستیو کلونو کې دا بریدونه کم شوي دي.
د پاکستان کراچۍ ښار د سخت دریځو اسلام پالو ډلو د فعالیتونو سربېره د فرقه یي شخړو او جنايي جرمونو له کبله هم د پاکستان یو له نا امنو ښارونو ګڼل کېږي.
همدارنګه دغلته د یو شمیر سیاسي ډلو او سیاستوالو سره تړلي وسله وال هم فعال دي.
خو په دې ښار کې د وسلوالو ډلو پر ضد د امنیتي ادارو له پراخو عملیاتو وروسته په وروستیو کلونو کې دغلته د ناامنیو پېښې کمې شوې دي.