خلیلزاد د دوحې، اسلام اباد او تاشکند په سفر وتلی

خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې، اسلام اباد او تاشکند په سفر وتلی دی.

د غه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد پرون خپل سفر پيل کړی دی.

خبرپاڼه وایي، درېیو واړو هېوادونو کې به ښاغلی خلیلزاد له بین الافغاني خبرو مخکې د تاوتریخوالي په کمېدو او د بندیانو د ازادېدو پر سر خبرې وکړي.

له ښاغلي خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي شرکت اجرایوي مشر ادم بویهلیر او د هغه کاري ټیم هم ملګرتیا کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه پلاوی به سیمه کې د پانګونې فرصتونه وپلټي او له بېلابېلو سکټورونو سره به د افغانستان د اقتصاد په ښه کېدو او سیمه کې پر سولې او ثبات خبرې وکړي.

ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی به د ویډیو کانفرانس له لارې له افغان چارواکو سره هم وغږېږي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د راتلونکې جولای میاشتې د لومړۍ اوونۍ تر پایه به طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تیاری بشپړ شي.

دا خبره د دې وزارت سلاکار عزیزالله فضلي پرون ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د مصالحې د ملي عالي شورا د غړو شمېر به هم په دوو اوونیو کې بشپړ شي.

ښاغلي فضلي همداراز وویل چې ژر به د بندیانو د خوشې کیدو درېدلی بهیر پیل او نهايي شي.