د یوګاندا ۱۳۷ تنه اتباع له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شول

د مصر خصوصي هوايي شرکت

د یوګاندا رسنۍ وايي، د دغه هېواد یو شمېر اتباع چې په وروستیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په افغانستان کې بند پاتې ول، تېره شپه خپل هېواد ته ستانه شول.

دا کسان چې شمېر یې ۱۳۷ تنه وو، د مصر د هوايي شرکت په الوتکه کې خپل هېواد ته ستانه شول.

د راپور له مخې، دغو کسانو په افغانستان کې د خصوصي امنیتي ساتونکو په توګه دنده لرله.