کونړ کې د لشکر طیبه ۴ غړي نیول شوي

کونړ

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د لشکر طیبه ۴ غړي نیولي دي.

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلوم‌یار نن ازادي رادیو ته په دې معلومات ورکړل.

افغان امنیتي چارواکو په ځلونو ویلي چې د پاکستان یو شمېر سخت‌دریځې ډلې هم د دولت د وسله‌والو مخالفانو په لیکو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.