د امریکا په کلیفورنیا کې ۲ کسان په ډزو وژل شوي

ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو په کلیفورنیا ایالت کې دوه کسان په ډزو وژل شوي او لږ تر لږه ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه پرون شنبه د والمارټ مغازې د وېش په یوه مرکز کې شوې ده.

د کلیفورنیا په ریډ بلَف ښارګوټي کې د یوه روغتون ویاند په پېښه کې د دوو کسانو وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړل، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

ځینو محلي چارواکو رسنیو ته ویلي حمله کوونکی په نیمه اتومات وسله سمبال سړی و.

مشکوک سړي له ودانۍ سره د خپل موټر تر جنګولو وروسته د والمارټ د وېش په مرکز کې پر خلکو د ۱۵ دقیقو لپاره ډزې پیل وکړې، په خپله هم وروسته پر سینه ولګېد.

د ریډ بلف د ښار مدیر ریک کرابټري سي ان ان ته وویل، وسله وال کس ویشتل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

دا لا معلومه نه ده، چې دغه مشکوک کس د امنیتي ځواکونو په ډزو ویشتل شوی که څنګه؟

د حملې په وخت کې ۲۰۰ کارګران په ودانۍ کې موجود وو.