سوریې ته د ایران قدس ځواک د قومندان د سفر خبر تسنیم ویبپاڼې لرې کړ

د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني

د ایران یوه نیمه رسمي خبري اژانس پرون جګړه ځپلې سوریې ته د ایران د قدس ځواک د قوماندان اسماعیل قااني پر سفر یو غیرمعمولي راپور خپور کړ، خو دا راپور وروسته بېرته لرې کړای شو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې افراطي ویبپاڼې تسنیم په لومړیو کې ویلي وو، چې د ایران د قدس ځواک قوماندان په تېرو څو ورځو کې ابو کمال ښارګوټي ته سفر کړی دی.

د سوریې دغه ښارګوټی د عراق سرحد ته څېرمه پروت دی.

د رویټرز په حواله، تسنیم خبري اژانس د ایران د دغه راپور د لیرې کېدو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی او د ایران نورو رسنیو هم په دې اړه راپور نه دی خپور کړی.

ښايي د دغه راپور هدف به د سوریې په شخړه کې نورو شاملو لوریو ته یو پیغام رسول وو.

په دې شخړه کې روسي او ایراني ځواکونه د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي، خو ترکیه او د امریکا له ملاتړه ځینې برخمن ځواکونه بیا د دغو ځواکونو خلاف دي.

اسماعیل قاآني د قاسم سلیماني پرځای د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

سلیماني او څو تنه نور په جنورۍ میاشت کې عراق ته د سفر پر مهال د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شول.