د ازادې اروپا او ازادي راډیو د تاجکي برخې په یوه څېړنیز راپور کې معلومه شوې چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو وګړو شمېرې چې د تاجکستان د حکومت رسمي سرچینو خپرې کړې تر هغو چې سیمه ییزو سرچینو خپرې کړې، ډېرې کمې دي.
د منځنۍ اسیا په دې نیستمن هېواد کې رسنۍ، معلومات او د بیان ازادي د حکومت تر کلکې څارنې لاندې دي.
د تاجکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې هلته ۵۶۹۱ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۵۲ تنه په کویډ ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
خو سیمه ییزو فعالانو ویلي چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۴۳۷ تنه مړه شوي دي.
د ازادې اروپا او ازادي راډیو تاجکي برخه توانېدلې چې د ۱۵۲ تنو چې نومونه یې د سیمه ییزو سرچینو له خوا په لستونو کې خپاړه کړي، تایید کړي او معلومه کړي چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.