طالبان وایي، ننیې بدخشان کې له خپل حبس نه ۳۴ پوځیان او پولیس خوشې کړل.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو سرهیې یوه اندازه مرسته کړې او خپلو کورنیو ته استول شوي دي.
طالبانو تر اوسه له دوی سره د زرو زندانیانو له ډلې له نیمایي ډېر هغه خوشې کړي دي.
د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او هلته د خپلو زندانیانو د خوشې کېدو بهیر څاري.