ارګ د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني

ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د تاوتریخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره نږدې څلور زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو وایي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه نه ده ساتلې.

ښاغلي صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس د دې وخت دی چې طالبان له خپله اړخه د تاوتریخوالي د کمښت او ښه نیت یو ګام پورته کړي.

هغه زیاته کړه: "زمونږ په باور، د قضیې دې اړخ ته د سولې د خبرو هېڅ خنډ نشته، خو په خواشینۍ سره، کله چې تاسو طالبان او د هغوی ژمنې ګوری، د سولې روحیه یو څه کمزورې کوي، مونږ د طالبانو داسې ژمنه نه ګورو چې هغې کې دې د پرمختګ څرک ولګېږي، زمونږ هیله داده چې طالبان د سولې په اړه افغان ولس ناهیلی نه کړي."

طالبانو په ګڼ شمېر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، خو ویلي دي چې د ښارونو په مرکزونو کې یې بریدونه درولي دي.

دغې ډلې تر اوسه شاوخوا شپږ سوه دولتي زندانیان پریښي او ویلي یې دي، کله یې چې پنځه زره زندانیان ازاد شي، یوه اوونۍ کې به خبرو ته ځان چمتو کړي.