د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د نن سهار چاودنې قربانیان د دوی کارکوونکي وو.
دغه کمېسیون د نشراتو مسؤل ذبیحالله فرهنګ وایي، دا یو ترهګریز برید و او دولتیې باید عاملین ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
ښاغلی فرهنګ زياتوي: "کمېسیون د خپلو دوو همکارانو په وژلو غمجن دی، هیله مو دا ده چې دولت د دغه وحشیانه برید د عاملینو د پېژندګلوۍ او نیولو لپاره بېړني، اساسي او نتیجه ورکوونکي ګامونه اوچت کړي."
د کمېسیون دغه دوه کارکوونکي چې یوهیې ښځه او بلیې نارینه و، نن سهار د احمد شاه بابا مېنې بتخاک څلور لارې کې هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې سریښ شوی ماین وچاودېد.
ارګ وایي چې ولسمشر اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی.
یوناما او په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژ دافیر دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او د بشري حقونو د ملاتړو پر ضد یې دا برید د نهمنلو وړ او نهتوجیه کېدونکی عمل بللی دی.
په کابل کې د پاکستان سفارت هم پر خپله ټویټر پاڼه دغه حمله وحشیانه او بېمفهومه بللې ده.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.