امنیتي مسئولین: پکتیا کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په پکتیا کې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسئول ایمل مومند وایي، چې تېره شپه ناوخته ۱۱:۳۰ بجې د دې ولایت د میرزاکې ولسوالۍ په مقام وسله والو طالبانو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، د جنګ په ډګر کې د وسله والو طالبانو دوه جسدونه او یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم پاتې شوي.

دده په وینا په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.