چارواکي: کندهار کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د نړیوالو ځواکونو په برید کې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالي کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول.

د کندهار امنیه قوماندانۍ نن وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالي په سیاسنګ دره کې غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري پرې هوايي بریدونه وشول.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.