د پروان یو پولیس د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ازادي راډيو ته وویل: "د پولیسو دا سرتېری پرون غرمه د کار پر لور روان وو چې حمله ورباندې وشوه."
د دې په وینا په دې اړه څېړنې روانې دي.
د دې پېښې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی.