امانوئل مکرون او ولادیمیر پوتین وېډيو کنفرانس کوي

ولادیمیر پوتین او امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نن وېډیو کنفرانس وکړي.

د دوی د خبرو په اجنډا کې به د کرونا وبا، امنیتي مسایل او د اوکراین وضعیت شامل وي، د سوریې پر وضعیت، د ایران پر موضوع او د لیبیا په اړه به هم خبرې وکړي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې مخکې ویلي وو، د روغتیا او چاپېریال په برخو کې پر همکارۍ به هم بحث کېږي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له روسیې سره د ټولو پېچلو موضوعاتو د حل اړتیا لیدل کېږي.

امانوئل مکرون له اروپا غوښتنه کړې چې له روسیې سره پر خپل ستراتېژیک شراکت له سره غور وکړي.