تندر قول اردو: پکتیا، پکتیکا او لوګر ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیا کې د افغان ځواکونو عملیات

په پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته په یوه لېږلي صوتي پیغام کې وویل، دغو وسله‌والو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو پېښو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی مومند زیاتوي: "تېره شپه د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې ۳ تنه وسله‌وال طالبان ووژل شول. ۳ نور وسله‌وال طالبان د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغې سیمه کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې د مخالفې ډلې د ماین په چاودنه کې د طالبانو یو سر ګروپ ګوډ عبدالرحمن له خپل یوه ساتونکي سره وژل شوی دی."

ښاغلی مومند وایي ۴ وسله‌وال طالبان د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ او دوه نور وسله‌وال چې یو تن‌یې پاکستانی و، د پکتیا په لجې منګل ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تبصره نه‌ده کړې.