روسیه کې د تیاتر او فلمونو پر ډایرکټر رینیکوف د اداري اختلاس تورونه

د تیاتر او فلمونو ډایرکټر کیریل سیریب رینیکوف

د مسکو یوې محکمې د تیاتر او فلمونو پر ډایرکټر کیریل سیریب رینیکوف د اداري اختلاس تورونه ولګول.

د میش-چینسکي محلي محکمې نن دغه حکم صادر کړ او په پام کې ده په راروانو ساعتونو کې د دغو مجازاتو روانه پروسه دوام ومومي.

په خپله ۵۰ کلن سیریب رینیکوف د اختلاس لګېدلي تورونه ردوي.

د محاکمې پر مهال څارنوال میخایل ریز-ني-چینکو وویل، ده ثابته کړې چې سیریب رینیکوف او په قضیه کې شاملو نورو کسانو ۱۲۹ میلیونه روبلو په اندازه چې معادل‌یې یو میلیون او ۸ لکه ۶۰ زره ډالره کېږي، اختلاس کړی دی.

څارنوال له محکمې د تیاتر او فلمونو دغه ډایرکټر ته د شپږو کلونو بند غوښتنه وکړه.

ویل شوي سیریب رینیکوف او درې نورو کسانو له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د پلاټفورما په نوم یوه پروژه کې دغه اختلاس کړی دی.