د ایران یوې پوځي اډې ته نږدې د ګازو په یوه زېرمه کې چاودنه شوې

تهران کې چاودنه

د ایران یوې پوځي اډې ته نږدې د ګازو په یوه زېرمه کې نن چاودنه وشوه چې له امله‌یې د تهران پر اسمان یوه زېړه رڼا خپره کړه.

د ایران د دفاع وزارت ویاند برید جنرال داوود عابدي د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، دا چاودنه د پرچین پوځي زون په یوې ملکي ساحه کې شوې ده.

د لوېدیځ امنیتي ادارې په دې باور دي چې تهران په پرچین پوځي مرکز کې نږدې یوه لسیزه مخکې د اټمي موادو مربوط ازموینې کړې دي. ایران دا تور رد کړی دی.

عابدي وویل، له نننۍ چاودنې وروسته اور ولګېد چې بیرته کنټرول شو او د دې پېښې له کبله چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

عابدي د چاودنې د علت په اړه څه ونه‌ویل، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایران د دفاع وزارت د ویاند په وینا خبر ورکوي چې په احتیاط د پېښې تحقیقات روان دي.