امریکا د ایران د فلزونو پر سکټور نوي بندیزونه ولګول

د ایران بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د فلزونو پر سکټور د نویو بندیزونو خبر ورکړ.

د دغو بندیزونو پر اساس د ایران د وسپنې د اصلي تولیدوونکو د کورنیو او بهرنیو ملاتړ کوونکو په شمول ګڼې کمپنۍ په تور لېست کې شاملېږي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، په هغو کمپنیو کې چې بندیزونه پرې لګول شوي، ۵یې د ایران له مبارکه فولاد شرکت سره تړاو لري او ۳ نور په ایران کې دننه د فلزي صنایعو محصولات پلوري.