پښتونخوا کې له افغان ځوان سره بد چلند کوونکي پولیس ونیول شول

ارشیف، پاکستاني پولیس

په خېبر پښتونخوا ایالت کې د ۳ پولیسو دندې وروسته له دې وځنډول شوې او ونیول شول چې یوه وېډیو خپره شوه.

په وېدیو کې یو تن چې پر پولیسو یې انتقاد کړی و، د دغو پولیسو له لوري وهل کېږي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل چې په دې تړاو د پولیسو یو مشر هم چې په دې پېښه کې یې رول درلود، له دندې لیرې کړای شوی دی.

د تورنو پولیسو پر ضد دا اقدامات وروسته له دې وشول چې د هغې وېډیو د خپرېدو له کبله اعتراضونه وشول چې په هغې کې د پېښور د پولیسو په یوه تاڼه کې له یوه ځوان څخه چې عامر تهکالي نومېږي، په زوره کالي ایستل کېږي او وهل کېږي.

دې وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې د سیاستوالو او د بشري حقونو د ملاتړو په ګډون د خلکو غصه وپاروله او په پولیسو کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ویل کېږي هغه ځوان چې بد چلند ورسره شوی، افغان پناه غوښتونکی دی او وروسته له دې نیول شوی چې په انترنټ کې یې پر پولیسو نیوکې وکړې.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پرون د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، پاکستاني چارواکو له عامر تهکالي سره ناوړه چلند کوونکي پولیس نیولي او پر قضیې غور کوي.

په پاکستان کې د افغان سفارت د معلوماتو پر بنسټ عامر تهکالي په خېبر پښتونخوا کې زېږېدلی، خو په خټه افغان دی.