'حکومت دې د نړیوالو روغتیايي مؤسسو لپاره شرایط برابر کړي'

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته وغوښتل چې د نړیوالو روغتیايي مؤسسو د فعالیت لپاره شرایط برابر کړي.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ پرون (پنحشنبه) ازادي راډیو ته وویل، د کابل په برچي زېږنتون کې د بې‌پولې ډاکترانو د کار درېدا روغتیايي خدماتو ته د میندو او ماشومانو د رسېدو په لاره کې خنډ پېښوي.

ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "د میندو د مړینو او په افغانستان کې د ماشومانو او میندو د مړینو په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له کبله له یوې خوا په «کووېډ-۱۹» د اخته کسانو شمېر او له بلې خوا د کرونا له کبله د رامنځته شويو اندېښنو په خاطر د بې‌پولې ډاکترانو د فعالیت درېدا د افغانانو د ژوند او روغتیا لپاره جدي اندېښنه او ستونزې رامنځته کړې دي."

ښاغلي فرهنګ دا هم وویل چې د افغانستان حکومت باید د کابل پر برچي روغتون د ثور د ۲۶مې نېټې د حملې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي چې باور رامنځته شي.

د بې‌پولې ډاکترانو ټولنې د جوزا په ۲۶مه نېټه په دغه روغتون کې خپل فعالیت ودراوه.