د ارزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې وسلهوال طالبان د دې ولایت په شاوخوا کې راټول شوي دي.
په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال وايي، که څه هم طالبانو پر ترینکوټ حمله نهده پیل کړې، خو د ښار په ځینو لمنو کې د ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو د راټولېدو له کبله خلک اندېښمن شوي او له هغو سیمو څخه چې ممکن جګړه پهکې ونښلي، کډې باروي.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکو او طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمتالله نبیل ادعا کړې چې د دولت وسلهوال مخالفان د ډیورند کرښې له پورې غاړې د پکتیکا او زابل ولایتونو له لارو په اکمالاتو بوخت دي څو پر غزني ښار حمله وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني ویلي چې په افغانستان کې پراخ تاوتریخوالی کم شوی، خو لا هم د طالبانو د بریدونو له کبله د مرګژوبلو کچه لوړه ده.