افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹م کال د ترورېزم په برخه کې د راپور هرکلی کړی دی.
دا خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۵» پر خپله ټویټرپاڼه لیکلې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، په مرکزي او جنوبي اسیا کې د داعش ډلې ماتولو په برخه کې افغانستان د نړیوال ائتلاف یوازنی متحد هېواد یاد شوی دی.
په دې راپور کې راغلي چې طالبانو په ۲۰۱۹م کال کې خپلې ترورېستي حملې زیاتې کړي او د داعش حملو هم پر ملیکانو په ځانګړې توګه مذهبي اقلیتونو دوام کړی.
په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو، حقاني شبکې او نورو اړوندو ډلو په ۲۰۱۹م کال کې په ترورېستي حملو کې ملکیان، حکومتي چارواکي او د نړیوالې ټولنې غړي په نښه کړي او پر ملکیانو په ځانګړې توګه پر مذهبي اقلیتونو د داعش ډلې د جګړهمارانو حملو هم دوام کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹م کال په راپور کې د ترورېزم په اړه په ځانګړې توګه د طالبانو او القاعده شبکې حملو ته اشاره شوې او د دغو حملو په نتيجه کې د تلفاتو ارقام راغلي.
په راپور کې راغلي چې د داعش جګړهماران، له القاعده شبکې سره اړوند عناصر او د حقاني شبکې او نورو ترورېستي ډلو غړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ له سیمو په افغانستان کې له حملو استفاده کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم پر ضد چارو هماهنګ کوونکی ناتن سیلز پرون د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۱۹م کال د راپور د اعلان پر مهال په واشنګټن کې وویل: "داعش تغییر کړی. موږ په داعش کې د تغییر د دوام شاهد یو چې له یوې داسې ډلې چې د یوه ځايي قلمرو د کنټرول په هڅه کې وه اوس یوه شبکه ده، یوه نړیواله شبکه چې د نړۍ هرې لویې وچې تهیې ځان رسولی دی."
په دې راپور کې د بېلګې په توګه د ۲۰۱۹م کال د اګسټ د ۱۷مې ځانمرګي برید ته اشاره شوې چې داعش په کابل کې د واده پر یوه سالون وکړه او په نتیجه کې يې ۸۰ کسان ووژل شول او تر ۱۴۰ زیات ټپیان شول.
کابل کې د واده پر یوه تالار حمله کې وژل شوي کسان
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹م کال د ترورېزم په اړه د راپور پر اساس د داعش ډلې پر ضد د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ په برخه کې افغانستان د نړیوال ائتلاف غړیتوب لري.
په مې میاشت کې ولسمشر محمد اشرف غني توافق وکړ چې د پاکستان او امریکا په یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او نهیوازې د امنیت، بلکې د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال په برخه کې هم خبرې وکړي.