'پي‌ای‌اې' ۱۵۰ د پیلوټۍ مشکوک اسناد لرونکي پیلوټان له پرواز منع کوي

د 'پي‌ای‌اې' شرکت یوه الوتکه

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت (‌پي‌ای‌اې) ویلي چې ۱۵۰ پیلوټان به چې په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د پیلوټۍ مشکوک اسناد لري، له پروازه منع کړي.

دا شرکت ټول ۴۲۶ پیلوټان لري.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر، غلام سرور خان نن د جون په ۲۵مه، د 'پي‌ای‌اې' شرکت د یوې الوتکې د سقوط په اړه د څېړنو راپور د پاکستان مرکزي پارلمان ته وړاندې کړ.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر، غلام سرور خان د الوتکې د سقوط په اړه پارلمان ته وویل: "دواړه، پيلوټ او د هغه مرستیال د پرواز په وخت کې تمرکز نه‌درلود او فکر یې د کرونا ویروس وېرې نیولی و، د هغوی د کورنیو غړي په کرونا ویروس اخته شوي وو او هغوی یوازې پر کرونا خبرې کولې. کله چې د ناستې لپاره تیارېدل، د کنټرول برج هڅه کوله چې هغوی له ناستې منع کړي او ورته ویل‌یې چې باید یو څه نوره هم ارتفاع کمه کړي او بیا کېني، خو هغه د کنټرول برج ته په عجله ځواب ورکړی و چې سمه ده او بېرته‌یې د کرونا په اړه خبرې پيل کړې وې."

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت، یوه مسافر وړونکې اېربس الوتکه د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه په کراچۍ ښار کې راوغورځېده چې له ۹۹ کسانو چې په‌کې سپاره وو، ۹۷ ووژل شوو.