انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه خپل راپور امنیت شورا ته وړاندې کوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش به نن د جون په ۲۵مه، د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.

د راپور متن تېره اوونۍ خپور شوی دی.

په راپور کې په وروستیو درې میاشتو کې (له مارچه د مې تر پایه) د سیاسي پرمختګوونو، د کرونا ویروس د ټولنیز، صحي او اقتصادي اغېز، په راروان وخت کې د اقتصادي ودې او د افغانانو د بشري حقونو د څرنګوالي جاج په‌کې اخیستل شوی دی.

انتونیو ګوترش د جمهور رئیس محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه چې د مې په ۱۷مه وشوه، په افغانستان کې د سیاسي بن‌بست د پای ته رسېدو لپاره یو ضرورت او د افغانستان په ګټه بللی دی.

ګوترش په خپل راپور کې لیکلي چې د کرونا ویروس وبا د افغانستان اقتصادي ودې ته تاوان رسولی او حتی د سولې هڅې یې تر اغېز لاندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په افغانستان کې د انسانانو بشري او حقوقي وضعیت لا هم د سختې اندېښنې وړ دی.