د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو تېره شپه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ او د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دغه وزارت په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په نیمروز کې د طالبانو شوی برید په شا تمبول شوی او ځوابي ډزو کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت وایي، دغه برید کې حکومتي ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.
دغه وزارت ادعا کوي چې د بغلان ډنډ غوري سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو ډلهییز برید شنډ کړی او ۶ طالبانیې وژلي دي.
چارواکي وایي، ډنډ غوري کې له طالبانو نه د جګړې په ډګر کې وسلې او مهمات هم پاته دي، خو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.