پاکستان کې د تېرې میاشتې د الوتکې د غورځېدو علت انساني تېروتنه وه

په پاکستان کې راغورځېدلې الوتکه

د ابتدایي تحقیقاتو له نتیجې ښکاري چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرې میاشتې د الوتکې د غورځېدو علت انساني تېروتنه وه.

په دې پېښه کې ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پاکستان د ملکي هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پرون د دې نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې (اییر بس-۳۲۰ اې) الوتکې کومه ستونزه نه‌لرله، خو پيلوټ د هغه مرستیال او د څارنې برج لارښوونې نه‌دي رعایت کړي.

د پاکستان د هوایي چلند د دې الوتکې د غورځېدو له پېښې یوازې دوه تنه ژوندي پاتې شول. د (پي‌ای‌اې) دې الوتکې د مې په ۲۲مه مخکې تر دې سقوط وکړ چې د جناح په نړیوال هوایي ډګر کې کېني.