ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا اعتراض کوونکي د امریکا ضد وبلل

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د پولیسو د ظلمونو او نژادي بې عدالتیو پر ضد اعتراض کوونکي د امریکا ضد بللي دي.

ټرمپ دا خبرې په اریزونا ایالت کې خپلو ځوانو پلویانو ته د کمپاین په یوه غونډه کې وکړې.

د جون په ۲۳مه د سې شنبې په ورځ ټرمپ په فینکس ښار کې په یوه غونډه کې اعتراض کوونکي (ښی اړخې ډله) وبلل چې د ده به وینا غواړي په هېواد کې د نژادي بې عدالتۍ تر چتر لاندي بې ثباتي رامنځته کړي.

اعتراض کوونکو د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او نژادي عدالت غوښتنه کړې ده او د دې تر څنګ یې غوښتي چې هغه مجسمې، د یاد څلي او نور سمبولونه دې لیرې کړای شي چې په امریکا کې د نژادي توپیري چلند استازیتوب کوي.

په امریکا کې وروسته له هغه پراخ لاریونونه پیل شول چې شا او خوا یوه میاشت مخکې یوه تورپوستي سړي د پولیسو په توقیف کې هغه مهال ساه ورکړه چې پولیس د ده پر غاړه ځنګون ايښی وو.