اوکراین کې د توپان او باران له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي

ویل کېږي چې د سېل په نتیجه کې په ۱۸۷ کلیو کې تر ۵ زرو زیات استوګنځایونه له منځه تللي دي.

د اوکراین په لویديځ کې د توپان او باران په نتيجه کې ۳ کسان مړه شوي او سلګونو نور خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اوکراین په ختيځ کې یو شمېر سیمې د سېل تر اوبو لاندې شوي او دغو سیمو ته مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

د اوکراین صدراعظم ډینس شمایال او د کورنیو چارو وزیر ارسن اواکوف نن (د جون په ۲۴مه نېټه) زیانمنو شویو سیمو ته ورغلل.

ویل کېږي چې د سېل په نتیجه کې په ۱۸۷ کلیو کې تر ۵ زرو زیات استوګنځایونه له منځه تللي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اوکرایني سرتېري له څلورو هليکوپټرونو سره په سېلاب ځپلو سیمو کې ګومارل شوي دي.