امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د سړک غاړې ته د ايښودل شوي ماین چاودنې په نتيجه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي.
۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، دا پېښه پرون غرمه وشوه.
د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په لېږلي پیغام کې داسې وویل: "پرون یوه رېکشا چې اووه ملکیان پهکې سپاره وو، پر سړک د طالبانو پر خښ شوي ماین وخته چې له بده مرغه په نتیجه کې يې شپږ ملکیان ووژل شول او یو کس ټپي شو."
د شاهین قول اردو ویاند دا پېښه د طالبانو کار بللی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي او نه هم کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت منلی دی.
په یوه بل خبر کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، پر سرپل ولایت د طالبانو حمله د پنځو جګړهمارانو په وژل کېدو سره پر شا وتمبول شوه.
دغه قول اردو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د چهارشنبې په ورځ ویلي چې یاده ډلهيیزه حمله پرون ماښام ناوخته پر بغاوي کمپ وشوه.
په اعلامیه کې راغلي چې په نښته کې امنیتي سرتېرو ته زیان نهدی رسېدلی.
طالب وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.