د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه نن بیا پروازونه پیلېږي

د حامد کرزي هوايي میدان

د افغانستان د هوایي چلند اداره د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر څخه د پروازونو د بیا ځلې پیل خبر ورکوي.

دغه اداره وایي، سر له نن څخه به د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګره پروازونه بېرته پیل شي.

د دغې ادارې ویاند نعیم صالحي نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې نن ترکش ایرلاین هوایي شرکت کابل ته خپل پروازونه له سره پیل کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې سر له سبا به اماراتو شرکت هم د کابل دوبۍ پروازونه رسماً پیل کړي.

د ملکي هوایي چلند ادارې چارواکي وایي، کورنیو شرکتونو له هغې ډلې اریانا او کام‌ایر تر دې وړاندې خپل فعالیت پیل کړی.

ښاغلی صالحي له ټولو شرکتونو غواړي چې د سفر پر مهال د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته کورني او نړیوال پروازونه درول شوي وو چې د ملکي هوایي چلند ادارې په وینا ورته ګڼ مالي زیانونونه اوښتي، خو دوی د زیانونو کچه نه‌ښیي.