د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د رشوت په تور ونیول شو

آرشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام معتمد د اتیا زره ډالرو بډو یا رشوت په تور ونیول شو.

د لوی څارنورالي ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی نن سهار د لویې څارنوالي د څارنې او کنټرول د څارنوال له لوري لاس په لاس نیول شوی.

د لویې څارنوالي په اعلامیه کې راغلي، د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کېټونو اخستلو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګدام ته تحویل کړي و.

د اعلاميې له مخې د مرکزي ګدام یو تن کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کېدو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله، چې د رشوت اخیستو پرمهال ونیول شو.