امنیتي مسئولین: بلخ کې ۸ طالبان وژل شوي

ارشیف

په بلخ کې اته طالبان وژل شوې دي.

افغان ځواکونه خبر ورکوي چې طالبانو تېره شپه د بلخ په دولت اباد ولسوالي کې پر افغان ځواکونو برید وکړ.

د شاهین دوه سوه نهه قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل: "د نژدې دوه ساعته نښتې په نتیجه کې د ترهګرو طالبانو ۸ تنه وژل شوي او ۵ تنه یې زخمیان شوي دي، دښمن ماتې خوړلې، په دې حمله کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته د خدای په فضل زیان نه دی اوښتی."

طالبانو د دې نښتې په اړه څه نه دې ویلي.