افغان سوداګر: د هرات-اسلام قلعه پر لاره ناامنیو اندېښمن کړي یو

د اسلام قلعه بندر یوه څنډه

افغان سوداګر او موټر چلوونکي د هرات-اسلام قلعه په لویه لار د نا امنیو له زیاتېدو اندېښمن دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر یونس قاضي‌زاده وایي، نا امنۍ دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

نوموړي وویل، په دغه لویه لار کې د کمېشنکارانو شمېر هم زیات شوی.

دوی وایي، سوداګر اړ دي چې د خپلو مالونو د بررسۍ لپاره په دې لارې راشي، خو په وینا یې يادو ستونزو د دوی کارونه ټکني کړي دي.

تر دې وړاندې هم موټر چلوونکو له ګمرک کوونکو شکایت کړی و چې له دوی ډېرې پیسې اخلي.

دوی وايي، يادې ستونزې لامل شوي چې د مالونو انتقال هم په ځنډ سره ترسره شي.

د هرات د سوداګرۍ خونه وایي، دا ستونزه‌یې له اړوندو چارواکو سره هم شریکه کړې، خو رسېدنه ورته نه‌ده شوې.

د ویلو ده چې په ورځني ډول له دې لارې ٢ تر ٣٠٠ پورې سوداګریز موټر له ایران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې هرات ته داخلېږي.