ایران وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هغې الوتکې توره بکسه د څېړنو لپاره فرانسې ته ولېږي چې د روان کال په پیل کې تهران ته نژدې نسکوره شوه.
تهران همداراز د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو د مسئلې د حل لپاره هم چمتووالی ښودلی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې اړه څرګندونې پرون له خپل کاناډايي سیال فرانسوا فلیپ سره په ټېلیفوني خبرو کې وکړې.
ښاغلي ظریف پر دې سربېره په یو بیان کې هم ویلي دي چې تهران، د تحقیقاتو لپاره فرانسې ته د اوکراینۍ الوتکې د تورې بکسې بې ځنډه اسولو ته ژمن دی.
د اوکراین د هوايي شرکت بویینګ ۷۵۲ الوتکه د روان کال د جنوري په اتمه نېټه هغه مهال د ایران د هوايي ځواک له خوا په نښه شوله چې د تهران له هوايي ډګر څخه کییف ته روانه شوې وه.
په پېښه کې د الوتکې ټول ۱۷۶ مسافر ووژل شول.
تهران وروسته اعتراف وکړ چې پوځ یې دا الوتکه په سهو کې ویشتلې.
دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې ووژل شو.