تندر قول اردو د غزني په مرکز کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو طالب وسلهوالو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې طالبانو پرون مازیګر د غزني د مرکز په اړوند اسفندي سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، خو دا برید د هوایي ځواک په مرسته له ماتې سره مخامخ شو.
په بیان کې همداراز د قرهباغ ولسوالۍ په اړوند باران کلا سیمه کې په هوايي برید کې د طالبانو د یو بل برید د شنډولو یادونه هم شوې. تندر قول اردو وايي په دې برید کې شپږ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نهدي ویلي.