د ایراني خوراکي موادو لومړۍ محموله ونزوئلا ته رسېدلې

د ایران بیرغ

د ایراني خوراکي موادو لومړۍ محموله ونزوئلا ته رسېدلې ده.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې په خوراکي موادو او د لومړيو اړتیاوو په توکو باره بېړۍ د دوشنبې په ورځ د کاراکاس ساحل ته ورسېده.

په ونزوئلا کې د ایران سفارت وايي د ایراني موادو لومړۍ محمولې توکي د دغه جنوبي امریکايي هېواد بازارونو ته رسېدلي دي.

د بهرنیو اسعارو کمښت، په ونزوئلا کې اقتصادي بحران زیات کړی دی او د خوړو، درملو، او اړتیا وړ شیانو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.

د ونزوئلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا بندیزونو دا ستونزه زیاته کړې ده.

ایران تېره میاشت یو نیم میلیون بېرله تېل له ونزوئلا سره مرسته وکړه چې په دې هېواد کې د تېلو ستونزه کمه شي.

امریکا او لوېديځ هېوادونه د ونزوئلا پر خپل سر اعلان شوي ولسمشر خوان ګوایدو ملاتړ کوي او غواړي نیکولاس مادورو له واکه لیرې شي، خو مادورو د روسیې، چین، ایران، ترکیې او کیوبا ملاتړ لري.