افغان چارواکي: د غلام خان بندر پرانیستل د اقتصاد لپاره مهم دی

غلام خان بندر

افغان چارواکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د غلام خان بندر د پرانیستل کېدو اقدام د اقتصاد لپاره ډېر مهم دی.

د خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ پروت د غلام خان بندر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۰۳» پرانيستل شو.

د خوست والي محمد حليم فدايي د دوشنبې په ماښام ازادي راډيو ته وويل چې دا اقدام به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ زياتولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه: "غلام خان لار تر تورخم او سپين بولدک وروسته د تجارتي مالونو وړلو راوړلو لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ درېيم رسمي بندر اعلان شو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۲۰مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د غلام خان لار به د شنبې په ورځ د خلکو د تګ راتګ لپاره او د اوونۍ پاتې ورځې، د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.