امنیتي مسئولین: کاپیسا کې طالبانو ۲ سرتېري وژلي

ارشیف

په کاپیسا کې پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو دا برید د نجراب ولسوالۍ په سولانګ سیمه کې کړی و.

د ښاغلي شورش په خبره، په دې برید کې یو وسله وال طالب په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.